IQNA

یوه انګریزه څیړانده وائي:

د اربعین زیارت؛ د نړۍد بشپړبدلون سریزه ده

15:13 - September 09, 2023
د خبر لمبر: 3487928
ایکنا(کربلا)یو انګریز څیړاند په دې اند دی چې که په درستې نړۍ کې د امام حسین (ع) مینه وال  پخپلو کې سره لاسونه ورکړي او او د نړیوال نظم  د وضعیّت دبدلولو لپاره په حقیقي  ځواک بدل شي،نو د حسینی اربعین کلنۍ میلیني لاریون د نړیوال بشپړ بدلون لپاره یوه سریزه کیدلی شي.

حسینی اربعین چې  په وروستیو کلونو کې په ولولناک اوپرتمین ډول ترسره کیږي، د یوې ټولنیزې سیاسی ښکارندې په توګه ئې دنړیوالو څيړاندو او متفکرانو توجه ځان ته جلب کړې ده.

یو انګریز څيړاند  وائي،که په درستې نړۍ کې د امام حسین(ع)مینه وال له یوه بل سره لاس په لاس کې ورکړي  او د نړیوال نظم دوضعیّت د بدلولو لپاره  په یوه :حقیقي ځوا؛ بدل شي،نو د حسینی اربعیّن کلنۍ لاریون  ددغه نړیوال بدلون سریزه کیدلی شي.

ریکا مستترتون ایکنا سره په خبرو کې ددې پوښتنې په ځواب کې  چې هرکال  له درستې نړۍ په میلیونونو کسان د حسیني اربعیّن  په مناسبت تر لسګونو کلومیټرو پورې  پياده روي کوي،له دغه زیارت  او لاریون څځه ستاسو اخستون څه دی .؟ ووئيل،  له نجفه تر کربلا پورې  پلی لاریون  دصدام له نسکوریدا وخت راهسې د ډيرو لپاره  له خداي تعالی، حضرت محمد (ص) او دهغه داهل بیت علیهم السلام  سره  د ارادت او مینې په یوې نښې بدل شوی دی. دغه دستورې سوکه سوکه  لویدیځي ټوریسټانو ته او  اغیز شیندونکو شخصیّتونو  او خبري رسندیو په وسیله  لازیاتې ورپيژندل کیږي.

 هغه ددې پوښتنې په ځواب کې  چې دحسینی اربعیّن پلی لاریون ترټولو لویه کلنۍ سوله ایزه   اجتماع ده چې په حقیقت کې  دترهه ګرۍ ،فاشیزم،امپرالیزم ،ظلم اواستبداد په مظاهرو اوټولو شکلونو  داعتراض نښه ده ،حسینی اربعیّن  مسلمانانو  ته څه ورزده کوي ؟وووئيل،د ټولو په ارادت او مینې کې  حتی  دهغو کسانو په مینې کې چې  مالی توان هم نه لري ،د پيغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره ئې په ارادت او مینې کې شک نشي کولی.بوډاګان اوځوانان له امام حسین سره عشق  اومینه کوي او  هغې سرښیندنې ته چې هغه کړې ده ،احترام او عظمت ته قایل دي.اربعین  د بالقوه کسان قرباني اوسرښيندنه نندارې ته وړاندې کوي  چې که  لازیات ملاتړ روزنه اولا ښه انتظام ولرل شي ،نو دنړیوال بدلون لپاره په یوه لوي ځواک بدلیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4166712

captcha